د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې د متحده عربي اماراتو له خوا د ورکړل شویو خرماوو (کجورو) ونو نه سږ کال حاصل راټول شول.
په دې بڼ کې شپږ ډوله خرما کرل شوي.
جلال اباد په نارنج او مالټو یاد دی موږ پکې د خرما لټه کوله که څه هم لا له وړاندې په دې سیمه کې د خرما ونو خال خال حاصل ورکړی، خو د یوه باغ په ډول دا نوې تجربه ده چې د جلال اباد په ختیځه څنډه کې، په ۴۰ جریبه ځمکه کې شاوخوا ۲۷۰۰ د خرما ونې کینول شوي دي.
زه چې دې باغ ته ورغلم، له لسو ډېر کارګر دغلته د ونو ساتنه کوله بڼوالانو له ونو اضافې ښاخونه لرې کول او د اوبو رسولو لارې یې ور جوړولې. په دې هیله چې راتلونکی کال په پریمانه خرما خولې خوږې کړي.
۶۰ کلن رحیم شاه د خرما یوې ونې ډډ ته ناست و او په لومړنیو وسایلو چې په عام بازار کې یې پیرلي دي، کاروي:
''که مو وسایل برېښنایي شي کار به مو اسانه شي وخت به مو ډېر نه ضایع کیږي''.
دا ونې چې اته کاله وړاندې د متحده عربي اماراتو له خوا افغانستان ته ډالۍ شوې وې د ننګرهار ځمکه ورته مناسبه وګڼل شوه.
بڼوال وایي په څلورم کال یې باید حاصل ورکړی وای، خو دا چې په سمه توګه یې ساتنه نه ده شوې یوازې سږ کال یې ۲۰ منه خرما ترې راټوله کړې
.
0 comments:
Post a Comment