Tuesday 20 December 2016

دچاه بهار بندر

د چاه بهار بندر سیمه یز ارزښت


 سوداګري زموږ په لرغوني هيواد کې اوږد تاريخ لري په ډيرو لرغونو زمانو کې افغانستان د وريښمو لويې لارې په اوږدو کې پروت و چې ختيز او لويديز يې سره تړلي ول . له 1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادنو ته صادرول .په 1920ميلادي کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي او له هغې لارې خپل توکي پرته له ګومرکي محصوله نړۍ ته وليږ دوي . په 1950-1970ميلادي کلونو کې افغانستان ديوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواديې په چمن ،کندهار او تورخم کې له پښتونخوا سره ،د هرات له لارې ترکمنستان او ايران سره او په بلخ کې د حيراتان بندر او په کندوز کې د شيرخان بندر له لارې له پخواني شوروي اتحاد سره وصل کړ. د شپېتمې ميلادي لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه په اساس افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګمرکي تعرفې څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي . د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ نوی تړون یا(APTTA)د 2011 کال د جون میاشتې په 12مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو. دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارو ته افغان محصولات ولېږدوي . دا تړون د 1965ميلا د کال تړون، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (ATTA)په نامه یادیږي، ځای نیسي. خو پاکستان تل له دې لارې د يو سیاسي فشار په توګه کار اخلي او تل افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي . نن ورځ چې د هيواد سیاسي ، امنيتي او اقتصادی وضعیت په ښه حالت کې نه دی پاکستان له دې حالت څخه ناوړه ګټه پورته کوي . له بلې خوا موږ اوسمهال په نړیواله سوداګرۍ تکیه لرو په هيواد کې کورنۍ تولیدات شتون نه لري د ژوند د اړتیا لومړني توکي هم له بهرنیو هيوادونو څخه را واردو نو دد ې ستونزو د له منځه وړلو لپاره افغان حکومت په هڅه کې دی تر څو نوی لارې رامنځته کړي او دا ستونزې حل کړي که څه هم دا ډول ستونزې یوازې هغه وخت لمنځه ځي چې په هيواد کې کورنۍ تولید رامنځته شي ،هيواد په اقتصادي لحاظ ځواکمن شي په هیواد کې له شته فرصتونو او سرچینو څخه په ښه توګه ګټه واخیستل شي د ساري په توګه که موږ د کنړ پر سیند د اوبو بند جوړ کړو دا زموږ لپاره د پاکستان په وړاندې د فشار ښه وسیله ده . خو له بده مرغه موږ تر اوسه په د اړه څه نه دي کړي یوازې مو د کنړ دسیند پر سر سروې کړې او بس عملي کار مو نه دی پیل کړی . خو له نیکه مرغه افغانستان د خپل اقتصادي موقعیت له کبله نړیوالو او د سیمو هيوادونو لپاره ډير مهم دی ځکه اقتصاد پوهان په دې اند دي چې په راتلونکو لسیزو کې به منځنۍ او سهیلي اسیا د نړۍ د اقتصاد نوی مرکز وي دا په داسې حال کې ده چې افغانستان د منځنۍ اسیا او سهیلي اسیا د اتصال نقطه ده او په همدې کال کې د سیمې په کچه دوه لوی پروژې(کاسااو ټاپي ) چې له ګران افغانستان څخه تیريږي افتتاح شوی . د دې تر څنګ د روان کال د می د میاشتې په درویشتمه نېټه افغانستان له ایران او هندوستان سره د چابهار بندر سوداګریز او ټرانزيټی تړون لاسلیک کړي .
چاه بهار بندر د ایران هيواد په بلوچستان ایالات کې موقعیت لري ، چا بهار بندر 14 زره هکتار مساحت لري چې په شمال کې منځنۍ اسیا او افغانستان ، ختیز کې پاکستان او سهیل کې د هند سمندرګي سره تړلی دی . په لویه پیمانه د لويو بیړیو چلونې قابلیت لري اوسمهال په دې بندر کې ډيره پانګونه تر سره کيږي چې په دې بندر کې به د بیړیو چلولو لپاره ځایونه، هوايي ډګر ،منځنۍ اسیا پورې د ریل لیکه جوړه شي . دا بندر د منځنۍ اسیا هيوادونه(افغانستان، ترکمنستان، ازبکستان،تاجیکستان، قرقیزستان او قزاقستان ) چې وچې پورې تړلي دي ډير ارزښت لري او دا هیوادونه به تر ټول لنډه لار ازادو اوبو ته پيدا کړي . د اقتصاد موقعیت تر څنګ دا سیمه ډيره تاریخې او طبیعي هم ده چې دد ې ښار هوا تل پسرلنۍ او معتدله وي نو ځکه ورته چاه بهار هم وايي .
. د نړۍ له دریو د لیږد رالیږد لارو څخه دوه یې د ایران څخه تیريږي او چابهار به د ختیز او لویدیز ، سهیلي لار وي . ایران اوسمهال د اوبو له لارې سوداګري کې کمزوری دی یوازې د عباس بندر له لارې سوداګري ترسره کوی .
د چاه بهار ازاد سوداګریز زون ایران ته هغه موقې په لاس ورکوي چې ایران غواړي د منځنۍ اسیا او سهیلي اسیا او د فارس د خلیج ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ مرکز شي .چاه بهار د 2.5 میلونه ټن کلنې ظرفیت لري او ایران غواړي چې دا ظرفیت 12.5 ته لوړ کړي ،ایران تر دې مهال 340 میلونه ډالره پانګونه په چابهار بندر کې کړې ده یوازې ایران نه ، ایران نور هيوادونه هم هڅوي تر څو په دې برخه کې پانګونه وکړي لکه افغانستان او تاجکستان، څو سړکونه جوړ کړي ، پايپ لایونو جوړ کړي ، ریل لیکې جوړې کړي په همدې ډول ایران غواړي د هرات ریل پټلې تر منځنۍ اسیاپورې وغځوي له بلې خوا ایران هوکړه کړې چې د قرغیز برخه چې د ایران،افغانستان، تاجکستان ،قرغیزستان او چین سړک دی تمویل کړي او په تاجکستان کې د انزوب تونل هم تمویل کړی دی چې تاجکستان او چین ته لار ده او د ګران هیواد له شمال او لویدیز څخه تیريږي .
. ایران هڅه کوي چې د چاه بهار ارزښت لوړ کړي افغانستان له منځنۍ اسیا سره ونښلوي چې دا ډيره ارزانه لار هم ده . په کال 2013 میلادي کې د ایران سفیر د افغانستان په اړه وویل کله چې چابهار بندر په کار پیل وکړو نو افغانستان به د منځنۍ اسیا له 14 هیوادونو سره ونښلول شي. ایران وار دمخه د چا بهار او افغانستان تر سرحده سړک جوړ کړی دی ،چې دا سړک د زرنج دلارام سړک سره وصل دی او د قندهار او هرات له عموم سړک سره یو ځای کيږي . چې له دځایه څخه به د هيواد نورو برخو ته توکي لیږدول کيږي .
چاه بهار د هندوستان هيواد لپاره هم ډير مهم دی ځکه هندوستان غواړي له افغانستان او منځنۍ اسیا سره اړیکې ولري او د اړیکې لاپسې پراخې کړي د دبندر له لارې هندوستان له افغانستان سره نښلول کيږي ، دا بندر د نیول شوي بلوچستان ګوادرسره ډیرنژدې پروت دی چې څه کم سل کیلو متره واټن لري چیرته چې چین غواړي 46 ملیاردنه پانګونه وکړي چې چا بهار به دا پروژه کم ارزښته کړي ،پاکستان او چین د هندوستان لپاره ډیر مهم سیالان دي او هند به د د بندر له لارې وکولی شي چې دواړه هيوادونه د هند په سمندر او خلیچ کې وڅاري ، د پاکستان په نشتون کې هند د چا بهار له لارې افغانستان، منځنۍ اسیا او روسې ته لار پیدا کړي ، منځني ختیز ته د هند لاس رسی پيدا شي،په همدې ډول د چین سریلنکا، بنګلادیش او مالدیف کې هم پانګونه کړی چې د چین رول په سیمه کې څرګندوي او هند غواړي چې د چین رول راکم کړي چاه بهار یې بدیل دی ، د هند لپاره د ازادې سوداګرۍ زون حلاص شي لویدیزې اسیا ته لار پیدا کوي په همدې ډول به د صادراتو په برخه کې هم پرمختګ وکړي ، د ټرانسپورټ لګښت به یې هم راکم شي او د اومه تیل او تازې میوې به ارزانه وارد کړي، له اروپا سره سوداګري ، اوس مهال هندوستان له سرې بحیرې ، سویس کانال او مدیترنۍ څخه ترسره کوي خو د چابهار له لارې ورته دریش یا څلويښت سلنه کم لګښت لري . په همدې ډول هند غواړي په مرکزي اسیا کې د بیمې ، بانکوالۍ، مخابرات، ټکنالوژې ،کرنه او درملو په برخه کې پانګونه وکړي او د هند لپاره ډیر مهم سکتور د تیلو او ګازو دی ځکه چې هند د انرژې له قلت سره مخ دی دا تر اوسه نه دي شوي چې سبب یوه سبب د مخامخ لارې نه شتون و چې چا بهار سره به دا ستونزه هم ختمه شي په عربو سمندرګي د چین شتون د پاکستان د تقویت د ګوادر بند له لارې به هم د هند تر څار لاندې وي .
په همدې ډول زموږ لپاره هم ډیر ګټې لري زموږ لپاره د پاکستان بدیل دی ، په همدې ډول له هندوستان سره زموږ نښلیدل، د افغانستان له لارې د هندوستان او منځنې اسیا اړیکې ،په هيواد کې د لويو لارو جوړول ( زرنج دلارام تر چا بهاره،شمال ،لویدیز کې سړکونه ) ،د ریل لیکو( چاه بهار څخه تر بامیانو 900 کیلومتره ریل لیکه ) جوړول او دې ورته د هيواد د سوداګرو ته اسانتیاوې ،صادراتو او وارداتو په برخه کې ستونزې له منځه تللو او یو شمیر نورې ګټې دي چې موږ له دې لارې ترلاسه کوو .
نو له پورتنیو څرګندونو څخه داسې معلوميږی چې چا بهار بندر یوازې د هیواد لپاره په سوداګریزه برخه کې نه بلکې په اقتصادي لحاظ هم ډیر ارزښت لري د دې بندر په فعالیدو سره به د هيواد اقتصاد ارزښت لاپسې لوړ شي موږ په مخامخ د هندوستان سره اړیکې ولرو چې د نړۍ اووم لوی اقتصاد لرونکی هيواد دی له بلې خوا به پاکستان اړخ ته کړی وي هغه تکیه چې موږ پرې د لسیزو راهسي لرله راکمه . هيواد به مو د سیمې او نړۍ له لویو هيوادونو سره وتړل شي چې دا به د هيواد په سیاسي ، اقتصادي او ټولینز حالت کې ژور بدلون راولي.
محمد داود نیازی لیکنه 

Unknown

زما نوم بهرین ساپی دی دکونړ ولایت اوسیدونکی یم په ۱۳۹۱ هـ ش کال کی د پشد لیسی څخه فارغ شوی او هغی وروسته می لوړی ذده کړی د تنویر پوهنتون اقتصاد پوهنځی کی شروع کړی او ۱۳۹۵ هـ ش کی د اداری او تجارت څانګی څخه فارغ شو

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 مارکیټ Market.