Wednesday 2 November 2016

بازار Market


په ټوليز ډول بازار هغه ځای ته ويل کيږي چې خلک د توکو د اخيستلو او خرڅولو لپاره پکې سره يو ځای کيږي د ساري په ډول لکه د غلو بازار،ترکاري بازار ،ميوو بازار . خو د اقتصاد په علم کې بازار په پراخه توګه تر مطالعې لاندې نيول کيږي د اقتصاد په علم کې بازار کوم ځانګړي ځای ته نه ويل کيږي چې توکي په کې خرڅول يا اخيستل کيږي بلکې په دې کې ټولې هغه سيمې دخيلي دي چې د اخيستونکي او خرڅونکي تر منځ په مخامخ ډول اړيکه نيول کيږي او د يو توکي قيمت په معين وخت کې ټاکل کيږي دا اړينه نه ده چې اخيستونکی او خرڅونکی د يو بل سره وګوري بلکې کولای شي د تيلفون ،ليک او نورو لارو څخه اړيکه ونيسي 


فرانسوي عالم ښاغلي ”کرناټ بازار داسې تعريف کړی :له بازار څخه موخه هغه ځای نه دی چېرته چې اخيستونکي او خرڅوونکي سره يو ځای کيږي بلکې له بازار څخه موخه ټولې هغه سيمې دي چې اخيستونکي او خرڅوونکي په ازاده توګه يو له بل سره ګوري د يو توکي قيمت ټاکي . همدرانګه پروفيسور” کلی(Clay) د بازار په اړه وايي : بازار يو داسې ځای دی چې ديو توکي قيمت ټاکل کيږي او دهغه د ليږد لګښتونه اضافه وي.ددې تعريف وضاحت موږ داسې کوو د ساري په ډول که په لغمان ولايت کې د يو من وريجې بيه سل افغانۍ وي او په ننګرهار کې وريجې په يو سلولس افغانۍ وي که له لغمان څخه ننګرهارته د وريجو وړلو لپاره کرايه لس افغانۍ وي نو بيا په لغمان او ننګرهار کې د وریجو قيمت مساوي دی ځکه لس افغانۍ يې دليږد لګښت دی.
د بازار اړتياوې :
1. د توکي شتون : د بازار لپاره د توکي شتون اړين دی توکی بايد شتون ولري خيالي او فرضي نه وي . 
2. د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اړيکه : د بازار لپاره دا هم اړينه ده چې بايد د اخيستونکي او خرڅوونکي ترمنځ اړيکه شتون ولري که اړيکه د تيلفون ،ليک يا نورو له لارې وي د دوی ترمنځ د ليږد لګښت په نظر کې نيولو سره د توکي قيمت يو شان وټاکي.
3. د اخيستونکي او خرڅوونکي شتون : د توکو داخيستلو او خرڅولو لپاره د اخيستونکي او خرڅوونکي شتون اړين دی د اخيستونکي او خرڅونکي لپاره اړينه نه ده چې دواړه يو ځای وي کيدای شي چې يو په افغانستان او بل په هندوستان کې وي.
4. د ځای شتون : د بازار لپاره د ځای شتون اړين دی که هغه کلی ،بانډه ،ښار که هر ځای وي.

Unknown

زما نوم بهرین ساپی دی دکونړ ولایت اوسیدونکی یم په ۱۳۹۱ هـ ش کال کی د پشد لیسی څخه فارغ شوی او هغی وروسته می لوړی ذده کړی د تنویر پوهنتون اقتصاد پوهنځی کی شروع کړی او ۱۳۹۵ هـ ش کی د اداری او تجارت څانګی څخه فارغ شو

1 comments:

 

Copyright @ 2013 مارکیټ Market.