Thursday 19 October 2017

افغان زعفرانو دايرانی زعفرانو بازار خراب کړی دی


ایرانۍ ورځپاڼه فایننشیل ټربیون لیکي چې په افغانستان کې د زعفرانو د زیات تولید له امله په دې برخه کې د ایران د زعفرانو صادرات اغیزمن شوي.

د ورځپاڼې د لیکنې له مخې له ایرانه افغانستان ته د زعفران د پریمانه بزغلي په وړلو سره دغه هېواد د ایران د زعفرانو په یوه خطرناک سیال بدلیدلی شي.

همدا وجه ده چې همدا اوس د ایران زعفران هغسې تود بازار نه لري لکه پخوا یې چې درلود.

ورځپاڼه د ایران د زعفرانو د صادراتو د پراختیا د ادارې د مشر له قوله لیکي چې د ایران زعفران په نړۍ کې ساری نه لري، نو د ده په وینا پکار ده چې حکومت نورو هېوادونو ته د ایران د زعفرانو د بزغلي صادرولو مخه ونیسي.

ورځپاڼه زیاتوي چې ایران په نړۍ کې د زعفرانو تر ټولو لوی صادروونکی هېواد دی او هر کال درې سوه ټنه زعفران تولیدوي.

نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه مړه شوه

لیلیان بتانکور د لوریال سینګار توکو تولیدوونکي شرکت مېرمن(څېښتنه) پر ۹۴ کلنۍ مړه شوه.
هغې له ۴۰ میلیارد ډالرو ډېره شتمني درلوده او د نړۍ تر ټولو لویه شتمنه ښځه وه.
د بتانکور کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د یوه بیان په خپرولو سره د هغې مرګ ومانه او زیاته یې کړه چې مېرمن بتانکور تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړی

هغه پر ۲۰۱۲ کال د لوریال شرکت مشري پرېښوده او له هغه وروسته ډېره کمه له خلکو سره مخ کېدله.
د دې ګوښه توب لامل یې هم دمانس یا د هېرې ناروغي بلل کېده.
په ورته مهال د لیلیان بتانکور نوم په مختلفو محکمو کې د دوسیو له امله چې هغه یې "د مالي ګټه اخیستنې قرباني" بلله تل په خبرونو کې اورېدل کېده.
یوه لویه دوسیه هم پر ۲۰۰۷ کال رسنیزه شوه چې لور یې محکمې ته شکایت وکړ او ویې ویل د مور د ناروغۍ له امله یې د دې شاوخوا کسانو ترې ناوړه کار اخیستی او مالي ګټه یې ترې کړې ده.
فرانسواز بتانکور مي یرز چې ډېر وخت یې له مور سره اړیکي هم نه درلودل په دغه دوسیه کې له قاضي وغوښتل چې مور یې د رواني ثبات نه لرونکې وبولي او له لویو پرېکړو یې ازاده وبولي.
د دې دوسیو یوه بله بېلګه په ۲۰۰۸ کال کې خبر جوړوونکې شوه.
د هغې لور چې یواځنۍ وارثه یې هم وه له داسې عکاس محکمې ته شکایت وکړ چې مور یې هغه ته د پیکاسو تابلو او یو ټاپو ډالۍ کړی و. داسې ډالۍ چې ارزښت یې سلګونه میلیونه ډالره و.
فرانسواز وورسته ویلي وو، د کور خدمتګارې خبره کړې وه چې مېرمن بتانکور غواړي دا عکاس په زویولۍ ومني.
که څه هم دا مور او لور پر ۲۰۱۰ کال پخلا او بیا خپلو کې نږدې شوې، خو د مالي ګټه اخیستنې، یا مالي تېښتې او سیاسي سیالانو ته د پیسو ور کولو د دوسیو له امله لا هم د فرانسې او نړۍ په رسنیو کې خبر جوړوونکې وه.
په یوه بله دوسیه کې د مېرمن بتانکور د بانکي حساب سره سروکار درلودونکی پاتریک دماستر تورن شو چې د هغې له حساب یې د فرانسې د هغه وخت ولسمشر نیکلاس سارکوزي سیاسي هڅو سره مالي مرسته کړې ده.
سارکوزي دا هرڅه رد کړل، وروسته څېړنې وشوې او څارنوال پر ۲۰۱۳ کال نیکلاس سارکوزی سپین وباله.
خو محکمې پر ۲۰۱۵ کال په دې برخه کې د عکاس بنیر په ګډون اته کسان محکوم کړل او ترې ویې غوښتل چې د بتانکور کورنۍ ته په میلیونونو ډالر ور کړي.

اوس د مېرمن بتانکور ټوله شتمني یوې امینې موسسې ته سپارل سوې چې واک یې د هغې د لور فرانسواز په لاس کې ده.

د مېرمن بتانکور یو لمسی ژان ویکتور مي یرز اوس د لوریال شرکت د مشرتابه پلاوي مرستیال اجرايي مشر دی.

د مېرمن بتانکور پلار یوجین شولر پر ۱۹۰۹ کال د وېښتانو رنګ شرکت جوړ کړ چې بالاخره د نړۍ د سینګار توکو پر تر ټولو لوی تولیدوونکي شرکت لوریال بدل شو.

او د ده لور یې بتانکور د نړۍ په تر ټولو شتمنه ښځه بدله کړه.

Tuesday 3 October 2017

دکمپيوټر تاريخچه

ابکاس Abacus :

دا اولنی کمپیوتر وو چی په ۵۰۰ کال مخکی چی دی ساده جمع او منفی لپاره استفاده کیده او د لرګی غاښ لرونکی چرخ څخه جوره شوی وو چی ولار لینونو او د لین په منځ کی تسبح غوندی دانی پکی زوړندی وی چی په آسانی سره خوځیدو چی د پروګرامینک اصولو سره دغه دانو په واسطه ساده حساب کیدو
John Napier’s Bone جان نیپر بون

جان نیپر بون دا یو اسکاتلندی ریاضی دان وو چی یو لوګاریتم چوکات یی جور کره چی پهحساب کی آسانی راولی او یو آله یی جوره کړه چی د نیپر بون په نامه چی دغه آله د ملیو نه جوړ شوی چی ریاضیکی عملی ورباندی اجرا کیدلو چی ۱۷ لیسزه کی دیزاین شوی وو او په دفترونو کی تری دیر استفاده وشو په چی ددی الګوریتم نظریه د انجنری خط کش جوړول وو او پر مختللی انجنری خط کش الګوریتمی حساب کول لپاره استفاده کیدو او همچنان د مربع جذر مربع لو ګاریتم ساین او کوساین او داسی نور د اندازه کولو لپاره تر استفاده کیدلو چی تر ۱۷ لسیز تر نیمایی پوری وشو ددغی آلی نه

بلایسی پاسکال Blaise Pascal :

بلایسی پاسکال یو فرانسوی ریاضی دان وو چی یو د جمع کولو ماشین په ۱۶۴۲ جوړ کړ چی پاسکلین کلکولیتر Pascaline Calculator په نوم مشهور وو او دغه ماشین اوسپنه او تایرونو لرل چی هر تایر عدد د صفر نه تر ۹ پوری اعداد ښودو چی صرف جمع او منفی کولی شو چی ضرب او تقسیم د سو واری جمع او منفی پواسطه ترسره کیدو دغه آله چندانی په دقت سره شوی نه وه نو ځکه تجارتی نشو نو ځکه دژوندانه امورو کی تری خاص استفاده ونشو

ون لیبنیز Von Leibniz :

ون لیبنیتز یو جرمنی ساینس پوه وو چی دا یو ماشین حساب په کال ۱۶۹۴ جوړ کړ دا اولنی ماشین حساب وو چی ضرب او تقسیم پکی کار کوو دغه ماشین د پاسکلین کلکولیتر ته ورته وو خو فرق یی دا وه چی دا ماشین د اعتماد وړ او صحیح وو

چارلس ایګزیور Charles Xavier :

یو فرانسوی ساینس پوه وو چی ماشین یی جوړ کړو چی په جمع منفی ضرب او تقسیم کار کوو

پنج بورډ Punched Board :

فرانسوی انجینر د پنج بورډ یی جوړ کړ د جامو کارګاه برق لپاره دغه آله د چپی یا Weaving پواسطه نمونه یا Patterns په تکه یا توته کی آچول چی روسته دا کمپیوتنګ لپاره استفاده وشو

چارلس بابیج Charles Babbage :

په کال ۱۸۲۲ ریاضی دان چارلس بابیج یو ماشین د ریاضیکی حساب لپاره اختراع کړه په کال د ۱۸۴۲ کی دا انالیتکل انجن یی جور کړه چی په اتومات ډول دغه انجن ۶۰ وار جمع په یو دقیقه کی اجرا کول او دیته د کمپیوتر پلار هم وایی

هیرمن هیلوریت Herman Hollerith:

هیرمن هیلوریت په ۱۸۸۹ د پنچ بورد نظریه په کمپیوتر باندی اجرا کړه چی پنچ کارډ د انپت او اوتپت لپاره استفاده کړی

اتناسوف Atanasoff :

دا په لوا پوهنتون کی یو پروفیسور وو یو برقی کمپیوتر یی اختراع کړه چی ورباندی بولین الجبر(هو-نه) په سرکتس باندی اجرا کړه
جورج بولی George Boole

دغه ساینس پوه باینری )صفر او یو ) سیستم د الجبر ساده کړه ددی قانون دا وه چی چی هر یو ریاضکی معادله یا به صحیح وی او یا غلط.

مارک ون کمبیوتر The Mark 1 Computer(1937-44)

دا مشهور په اتومات کنترول ماشین حساب وو د ااولنی مکمل اتومات ماشین حساب وو چی د هاورډ ای آیکین چی په هارورد پوهنتون کی دیزاین شوی وو چی ډیر د اعتماد قابل وو خو د سایز له لحاظ دیر غت وو.

اینیک The ENIAC (1943-46)

ENIAC چی د Electronic Numerical Integrator and Calculator مخفف دی چی د J.P Eckert and Johan Mauchly په کال ۱۹۴۶ اختراع شو د اولنی برقی کمپیوتر وو چی دیر دروند او سایز یی ذیات وو چی ۱۴۰ کیلو وات برق یی مصرفوو اوپه یو سیکنډ ۵۰۰۰ جمع عملیه اجرا کولو

ای دویک The EDVAC (1946-52)

چی Electronic Discrete Variable Automatic Calculator مخفف دی د داکترجوهن وان نیومان DR. John von Neumannچی دغه دیتا او لارښونه ذخیره کولو

یونیویک The UNIVAC (1951)

چی Universal Automatic Computer Eckert and Mauchly Formed مخفف دی Eckert-Mauchly Computer Corporation په کال ۱۹۴۷ کی تجارتی کمپیوترونه جوړول ددی کمپنی اولنی کمپیوتر په کامیابی سره UNIVAC جوړ کړ او دا اولنی تجارتی کميوتر د استفادی لپاره وو اول ځل لپاره د امریکا د سر شمیرنه لپاره استفاده وشو او دغه کمپیوتر د ساینس او تجارتی کارونو لپاره جوړ شوی وو

د کمپیوتر نسلونه :Generation of Computer

د برقی کمپیوترونو انکشاف د تیکنالوجی استعمال له مخی په مختلفو نسلونو ویشل شوی چی په لاندی ډول دی

1-اول نسل دبريښنا تشه شوي سرپټه نلكۍ (Vacuum Tube) 1942-1955

2- دوهم نسل ترانسيستور (Transistor) 1955-1964

3-دریم نسل انتیګریتیت سرکتIntegrated circuits 1964-1975

4-څلورم نسل مایکرو پروسسر Microprocessor 1975- تر اوسه پوری

5-پنځم نسل آرتیفشل انتلیجنس Artificial Intelligence موجود او روان مخکی په لور
چی هر یو تاسو ته تفصیل سره وړاندی کوم

اول نسل:First Generation

د تجارتی کمپیوترونو پیدایش یی یونیویک UNIVACکمپیوترونه ول چی د دوه ساینس پوهانو پواسطه موچلی MAUCHLY او ریچرت ECHERT د نفوسشمیرنه په دیپارتمنت آف امریکا کی په کال 1947 جوړ شو چی ددی اول نسل کمپیوترنو استعمال د 1942 -1955 کالونو کی ول او دغه کمپیوترونه دبريښنا تشه شوي سرپټه نلكۍ یا Vacuum Tube په اساس باندی جوړ ولچی د اول نسل کمپیوترنو مثال اینویک او یونیویک ENIVAC and UNIVAC کمپیوترونو دی .

د اول نسل کمپیوترونو فایدی:

1- په هغه وختونو کی صرف دبريښنا تشه شوي سرپټه نلكۍ (Vacuum Tube)برقی اجزا موجوده وه

2- دا دبريښنا تشه شوي سرپټه نلكۍ (Vacuum Tube) یو لاره هواره کړه چی ډیجیتل کمپیوترونه جوړ شی

3- دا کمپیوترونه دیتا به په ملی سیکنډ کی حسابوو

د اول نسل کمپیوترونوتاوانونه:

1- دا کمپیوترونو ډیر غټ وو د سایز له لحاظ نه

2- دیر برق به یی مصرفوو

3- دیر زر به ګرم راتلو ځکه چی دیر د دبريښنا تشه شوي سرپټه نلكۍ (Vacuum Tube)د استفادی له امله

4- دا کمپیوترونه د ډاډو وړ نه ول

5- ایر کنډیشن ته به ْرورت درلودل

6- یو ثابت خونديتوب ته ضرورت ول

7- قابل دی وړ نه ول

8- دا تجارتی کارونو لپاره دیر پر مصرفه ول

9- ډیر کم به تجارتی استفاده کیدل

10- دی سپید له لحاظه دیر څلو یا آهسته ول

11- د لیږ پروګرامونو قابلیت یی درلودل

12- ماشین ژبه به یی اسفاده کول

13- د دیتا د ساتلو لپاره مګنییټګ دړم یا مقناطسی ډولکی استفاده کول

14- دډیتا اخستلو لپاره پنچ کاررد نه استفاده کیدل

15- دیر کارونه به نشو کول او حتی امکان د غلتی هم پکی ول

دوهم نسل کمپیوترونه Second Generations Computers (1955-1964)

ددوهم نسل په کمپیوترونه کی ترانسیستور نه استفاده کیده چی د بیل لابرتوار ساینس پو هانو ترانسیسترونو په کال ۱۹۴۷ کی جوړ کړل او دا ساینس پوهانو عبارت له جوهن باردین John Bardeen ویلم بریتن William Brattain او ویلم شاوکلی William Shockley ول چیسره د کمپیوترونو سایزونه کی هم کموالی راغی ځګه چی د دبريښنا تشه شوي سرپټه نلكۍVacuum Tube پر ځایترنسسیترونو نه استفاده شول چی مثال یی د IBM 7094 series ,IBM 1400 series and CDC 1604 etc.

ددوهم نسل فایدی

1. د سایز د لحاظ نه وړه ول نسبت اول نسل کمپیوترونو ته

2. نسبتا د اعتماد وړ ول

3. کم برق به استفاده کول او ګرم به نه راتلل

4. پراخه اندازه به تجارت کی استفاده تری وشو

5. په اسانه قابل د حمل ول

6. ښه تیز او دیتا به یی په مایکرو سیکندونو باندی حساب کول

7. خارجی الات په تیزی سره استفاده وشو پکی لکه تب ډرایف ، مقناطسی ډیسک ،او پرنتر

8. د ماشین ژبی پر ځای اسیمبلی ژبه استفاده کول

ددوهم نسل تاوانونه

1. ایر کنډیشن ته ضرورت

2. ثابت خوندی توپ ته ضرورت

3. تجارتی توليد یی سخت ول

4. د یو خاص کار لپاره استعفاده کیدل

5. قیمت او نه بدلیدونکی

6. پنچ کارډ د انپت لپاره استعفاده کیده

دریم نسل کمپیوترونه Third Generation Computers (1994-1975)

ددریم نسل کمپیوترونو سرکتونو یا Integrated Circuit نه استفاده کیده چی جاک کیبلی Jack Kilby ده انتګریتیت سرکیت نظریه په کال دی ۱۹۵۸ جوړه کړه او دا نظریه دیر مهم د کمپیوتر دنیا په ساخت کی ول لمړنی سرکت IC په کال ۱۹۶۱ جوړ او په همدی کال کی تری استفاده وشوه چی سایز یی تقریبا ۱/ ۴ مربع انچ ول یو سرکت کیدای شی چی په زرګونو ټرانسیسترونه ولری چی دغه نسل کمپیوترونه واړه له سایز له لحاظ او تیز ول او بله داچی قابل د اعتماد او قیمیت یی هم کم شول چی ددی نسل مثا ل

IBM 370, IBM system/360, UNIVAC 1108, UNIVAC AC 900 او داسی نور

ددریم نسل فایدی :

1 – سایز له لحاظ نه واړه نسبت ددوهم نسل کمپیوترنونو ته

2 – ډیر قابل د اطمینان ول

3 – دیر کم ګرمی به یی تولیدول نسبت دوهم نسل ته

4 – ښه تیزوالی درلودل چی دیتا به یی به نینو سیکندونو کی پروسس کوو

5 – پکی به استفاده کیدل ترسو د کمپیوتر ګرموالی ختمه کړی او بله داچی د کمپیوتر د خرابیدو نه به یی ساتل

6 – که کمپیوتر خرابیدو نو جوړول به یی دیر کم پیسو سره کیده ځکه دیر کم پرزه به یی خرابیدو

7 – مکمل هر کار لپاره استفاده کیده

8 – هایی لیول ژبه به یی استفاده کول

9 – ذیرمه یا هاردیسک ښه شو

10 – قیمت یی کم شو

11 – هر کاره ول چی ورځ په ورځ زیاتوال راتلو پکی

12– ښهصحیح نتیجه لکه غلت نتیجه به یی نه ورکول

13 – د تجارت کارونه پراخوالی راغی دی سره

14 – موس او کیبورد د انپت استفاده وشو

ددریم نسل تاوانونه

1 – ایرکنډیشن ته ضرورت ول

2 – ډیر پیشرفته تیکنالوجی ته به ضرورت د سو ای سی ګانی د جوړولو لپاره

#THE CONCEPT OF INFORMATION TECHNOLOGY#

څلورم نسل کمپیوترونه (موجوده The Fourth Generation Computers (1975-

د څلورم نسل کمپو ترونه د مایکرو پروسیسور د اختراع سره سم شروع شو چی دغه مایکرو پروسیسور کی په زر هاوو آي سی شتون لری او اوا ځل لپاره ټید هوف Ted Hoff اولنی مایکرو پروسیسور یی د انتیل کمپنی لپاره یی جوړه کړ چی دغه میکرو پروسیسور د انتیل ۴۰۰۴ په نوم یادیده چی دغه سرکتونه د تیکنالوجی په واسطه قوی او په تیزی سره تبدیل شول دهغه له جملی ځخه LSI (Large Scale Integration ) سرکت او VLSI (Very Large Scale Integration circuits ) ول چی دهمدی له امله د کمپیوترونو سایزونه هم کم شول چی د ماډرن مایکرو پروسیسور سایز تقریبا یو انچ مربع دی چی په کی زر هاوی برقی سرکتونوته شتون لری او ددی نسل مثال کمپیوترونه عبارت دی له Apple, Macintosh , and IBM PC

د څلورم نسل کمپیوترونو فایدی :

1– دیر د اطمینان قابل او قوی نسبت پخوانی نسل ته

2– دیر کم برق او لیږ ګرمی به یی تولیدول

3 -پکی به د یخ ساتلو لپاره او د خاورو او ډوړو ساتلو لپاره استفاده کیده

4– ایر کنډیشن ته به ضرورت نشته

5– دیر تیز سرعت سره کولی شی یو بیلون انسترکشن په یو سیکنډ کی اجرا کړی

6– مکمل هر کاره

7– تجارتی

8– ډیر د خرابیده چانس کم دی

9– چیپ سیت به هر یو ماډل کی شتون لری

10- های لیول ژبه دغه کمبیوترونو کی استفاده شوی

دڅلورم نسل تاوانونه :

1– نوی تیکنالوجی ته ضروررت د مایکرو پروسیسرونو لپاره

پنځم نسل کمپیوترونه (اوسنی او آینده)Fifth Generation Computer

ساینس پوهان د پنځم نسل کمپیوترونو باندی کار کوی چی دا کمپیوترونه موجوده انجینریاو تیکنالوجی په ایدوانس یا پر مخ تللی شکل استفاده کوی چی تخنیک او آرتفیشل انټلیجنس په اساس باندی کار کوی او د۱ کمپیوتر د انسان ژبه او پیشبینی کولیشی د کوم حالت نه چی منځ ته راځی کولی شو ددی مثال د دیو خارجی ژبی ترجمه کول اساس او اداره کول هم په همدی پنځم نسل کمپیوترونو باندی امکان لری نن سبا سانیس پوهانو د همدی کمپیوترونو په سرعت باندی کار کوی تر و کولی شی چی یو داسی اساسی پرمخ تللی کمپیوتر جوړ کړی چی د علت او د یو مشکل او یا ویلی شو (Intelligence quotient) یا IQ چت پروګرامینکګ په اساس جوړ کړی چی دا کمپیوترونه د پر مختلی تیکنالوجی او دا کمپیوترونه به تاریخ کی انقلاب روالی د دی ساده مثال ویلی شو لکه د هوا پیزندنی کمپیوترونه یا کوم کمپیوترونه چی بمب او یا انفلاقیه مواد پیدا کولی شی او داسی نور

اسلام او اقتصاد


په اوسنۍ نړۍ کي تجارت او صنعت ( تولید ) پراخوالي ، نوښتونو او په دې اړه نوي موضوعاتو نړۍ او پوهان دي ته اړ ایستل چي د اقتصاد په اړه فکر وکړي نوي طرحي او نظریات د اقتصاد د پرمختګ او اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره رامنځ ته کړي . 
په ډیر خوشحالي سره او هم د الله جل جلاله د ستایني ځای دی چي په ملت او خاص ډول مسلمان علماو کي هم دغه احساس او درک پيدا شوی دی چي د نورو اقتصادي نظامونو له خرابۍ څخه ځان وساتي او د اسلام په رڼا کي خپل اقتصادي چاري پرمخ بوځي او دغه فکر  په انفرادي او ټولنیز ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د خپریدو په حال کي دی . 
هر با احساسه مسلمان تاجر په دې فکر کي دی چي خپل تجارتي او مالي کاروبار د اسلام په رڼا کي سرته ورسوي او همدارنګه په ټولنیز ډول هم په مختلفو اسلامي ملکونو کي کوښښ کیږي چي اقتصادي نظام د اسلام په دایره کي احتواء کړي .
ددي کار د سرته رسولو لپاره د دین د عالمانو رهنماي د قران کریم ، سنت ، او اسلامي فقه په رڼا کي مهمه ده مګر په ننني عصر کي د اسلام دښمنانو په مختلفو شکلونو د دین د علماو او محصلینو ترمنځ دومره  فاصله رامنځ ته کړې ده چي دغه دوې طبقي په اساني سره حتی یو د بل خبرو ته لا هم غوږ نه ایږدي. 
خو زما له انده د اقتصاد پوهنځۍ محصلین او دیني عالمان په ګډه همکاري سره کولاشي چي د اقتصاد په نړۍ کي یو ستر تحول رامنځ ته کړي چي په دې سره به د مسلمانانو اوسني اقتصادي مشکلات په اساني سره حل شي . 
دلته غواړم چي لومړی اقتصادي نظام در وپیژنم او بیا به پر اسلامي اقتصاد باندي بحث وکړو .
لومړي اقتصادي نظام ځیني اصلي بنسټونه لري چي د هغه اساساتو له تشریح څخه بغير د اقتصادي نظام پیژندنه مشکل کار دی. 
۱ – د اولیتوب انتخابت :- د انسان غوښتني او اړتياوي نامحدود او امکانات يي محدود دي نو انسانان باید لومړي هغه اړتیاوي په شته امکاناتو سره تر سره کړي کوم چي تر نورو ډیر مهمي دي د مثال په ډول یو نفر ۶۰۰ افغاني لري او دي غواړي چه په یو ښه رسټورانټ کي ډوډي وخوري ، کالي رانسي او هم یو ګوني اړو ته ضرورت لري چي د کور اړتیاوي يي په پوره کړي وي نو اوس دی باید هغه شي انتخاب کړي چي تر نورو ورته مهم دی دغه ته د اولیتوب انتخاب ویل کیږي.
۲ – د امکاناتو ځانګیړ کول : - تولید څو مهم عوامل  لري لکه سرمایه ، کارګر او ځمکه که دا نه وي نو د اجناسو تولید امکان نلري دا چي امکانات څه ډول و کارول شي تر څو بهتر تولید ولرو دغه موضوع د اقتصاد په علم پوري  تړاو لري . 
۳ – د عاید ویشل : - د اقتصادي نظام دریم او مهم اساس د تولید څخه د لاس ته راغلي محصول ویشل دي د مثال په ډول که دغه موضوع د یو شرکت په محور کي تر بحث لاندي ونیسو ، کله چي شرکت عاید په لاس راوړي باید په فکټورنو يي وویشي یعني د ځمکي مالک ته کرایه ، کاریګر ته مزدوري ورکړي . دا موضوع په ټولنيز ډول هم عملي کیږي کله چي دولت عاید لاس ته راوړي باید بیرته يي په عامه خدماتو باندي ولګوي . 
دا چي دغه عاید په کومو اصولو او قانون سره په ټولنه کي تقسیم شي تر څو د جامع ټولو افراد او په خاص ډول غریبانو ته یي فایده ورسیږي یو اقتصادي پلان ته اړتیا شته . 
۴ – پرمختګ :- یعني څه ډول کولاي شو خپل اقتصاد ته پیشرفت ورکړو او خپل حاصلات د کیفیت له لحاظه ښه او بهتره کړو تر څو یو داسي ټولنه ولرو چي د اقتصادي نظره یو پر مختللي ټولنه وي . 
په هر اقتصادي نظام کي د دغه څلورو اساساتو حل اړین دی دلته نه غواړم چي دغه څلور اساسي بنسټونه په نورو اقتصادي نظامونو لکه سرمایه داري ، اشتراکي نظام او یا هم مرکب اقتصاد کي توضیح کړم بلکه یوازي غواړم دغه څلور اساسي بنسټونه چي د یو اقتصادي نظام لپاره اړین دي د اسلام مبارک دین له نظره توضیح کړم .
لومړي باید دا روښانه کړو چي اسلام یو اقتصادي نظام نه بلکي یو الهي دین دي چي احکام يي د ژوند په ټولو برخو پوري تړاو لري او اقتصاد یي هم یوه برخه ده ، اسلام د ننني عصر اقتصادي اصطلاحات نه تشریح کوي ، بلکه د قران ، سنت او اسلامي فقهي په رڼا کي کولاي شو چي د اسلام نظر د دغه څلورو اساسي بنسټونو ( د اولیتوب انتخابت ، د امکاناتو ځانګيړ کول ، د عاید ویشل ، پرمختګ ) په اړه ولرو .
اسلامي اقتصاد د اشتراکي نظام پر خلاف د ازاد بازار پلوي کوي مګر نه هغه ازاد بازار چي د سرمایه داري نظام يي تشریح کوي ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دي اړه داسي فرمايي :-

( دعوا الناس یرزق الله بعضهم عن بعض )

ژباړه : خلګ آزاد پریږدئ تر څو خدای جل جلاله ځیني د هغو ته د ځیني نورو په واسطه روزي ورکړي.
مګر اسلام ځني قیودات لکه الهي موانع ، حکومتي موانع او اخلاقي موانع تشریح کوي . 
الهي موانع : لکه سود، قمار، احتکار او داسي نور يې منعه کړي دي او په دې اړه یې انساني عقل ته د هغه په منع او اجازه ورکولو کي کوم صلاحیت نه دی ورکړی ځکه چي انساني عقل کله ناکله د ښه او بد ترمنځ توپیر نسي کولای.
که چیري اوسني اقتصادي نظامونو ته هم وګورو وینو چي سود، احتکار او داسي نورو موضوعاتو اقتصادي بحرانونه رامنځ ته کړي دي.
حکومتي موانع: که چیري د یوه کار سرته رسول په اصل کي جایز وي خو په ټولنه کي اقتصادي مشکلات رامنځ ته کوي هغه منع کولای سی.
اخلاقي موانع: لکه مخکي چي مو وویل اسلام یو الهي دین دی نه یو اقتصادي نظام، نو اسلام د ډیرو پیسو لاس ته راوړل د انسان کامیابي نه بولي بلکي اصلي کامیابي په ابدي ژوند کي د جنت لاس ته راوړل دي یعني اسلام تر مادیاتو و معنویاتو ته ترجیح ورکوي.

ماخذ: اسلامي تمدن

Tuesday 20 December 2016

د افغانسان او پاکستان اقتصادی ناندرۍ


سوداګري زموږ په لرغوني هيواد کې اوږد تاريخ لري په ډيرو لرغونو زمانو کې افغانستان د وريښمو لويې لارې په اوږدو کې پروت و چې ختيز او لويديز يې سره تړلي ول . له  1920ميلادي کال څخه مخکې د هيواد سوداګرو خپل سوداګريز توکي د ننګرهار له لارې پيښور ته او له هغه ځايه کراچۍ ته ليږدول او د بيړۍ په وسيله يې نورو هيوادنو ته صادرول .په  1920ميلادي کال کې د بريتانيې د همکارۍ نه کولو په دليل افغانستان مجبور شو چې د خپلې سوداګرۍ لوری د پخواني شوروي اتحاد خوا ته بدل کړي او له هغې لارې خپل توکي پرته له ګومرکي محصوله  نړۍ ته وليږ دوي . په 1950-1970ميلادي کلونو کې افغانستان ديوې پخې حلقوي لارې څښتن شو چې هيواديې په چمن ،کندهار او تورخم کې له پښتونخوا سره ،د هرات له لارې ترکمنستان او ايران سره او په بلخ کې د حيراتان بندر او په کندوز کې د شيرخان بندر له لارې  له پخواني شوروي  اتحاد سره وصل کړ. د شپېتمې ميلادي لسيزې په کلونو کې افغانستان د سوداګرۍ يو ټرانزيټي تړون د پاکستان له هيواد سره لاسليک کړ چې د هغه په  اساس افغاني سوداګريز توکي د کراچۍ د بندر له لارې او د پاکستان له خاورې څخه په تيريدو، پرته له ګمرکي تعرفې  څخه افغانستان ته واردات وکړي او دهيواد صادراتي توکي  نورې نړۍ ته له همدې لارې صادر کړي .  د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ټرانزیټ او سوداګرۍ  نوی تړون یا(APTTA)د 2011 کال د جون میاشتې په 12مه نېټه د یادو هېوادو د حکومتونو ترمنځ نافذ شو. دا تړون افغان لاریو ته اجازه ورکوي چې د کراچۍ سمندري بندر، قاسم بندر او ګوادر بندر له لارې د هند او چین او دا راز د نړۍ د پاتې برخو سترو بازارو ته افغان محصولات ولېږدوي . دا تړون د 1965ميلا د کال تړون، چې د افغانستان د ټرانزیټ او سوداګرۍ تړون یا (ATTA)په نامه یادیږي، ځای نیسي. خو پاکستان تل له دې لارې د  يو سیاسي  فشار  په توګه  کار اخلي  او تل  افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي . نن ورځ چې د هيواد سیاسي ، امنيتي او اقتصادی وضعیت په ښه حالت کې نه دی پاکستان   په دې وضعه کې مخامخ لاس لري   تل د هيواد په کورنيو چارو کې مداخله کوي په هيواد کې امنيتي ستونزې  راپيدا کوي .  د امنيتي ستونزو تر څنګه يې اقتصادي جګړه هم پیل کړې ده د هیواد اقتصادي بنسټونه رغیدو ته نه پريږدي افغانستان يې د خپلو غیرې معیاري توکو بازار  ګرځولی دی . په دې وروستيو کې  د هيواد امنيتي وضعت په ځانګړی توګه کابل کې ډير خراب شو ورسره د هيواد اړیکې هم تر بل هروخته له پاکستان سره خرابې شوې  او افغان حکومت د پاکستان د بریدونو په مقابل کې په پاکستانیو توکو بنديز ولګو . اوس پوښتنه دا ده چې افغان حکومت به وکولی شي چې د پاکستان د صادراتي توکو بدیل په هيواد کې تولید کړي او که د تل په څير له  به نورو هيوادونو  واردات وکړي او د اقتصادي خپلواکۍ په لور به ګام  وانه اخلي يوازې د توکو د رانیولو ځای به بدل کړي . خو که افغان حکومت او ولس هوډ وکړي نو ډير ژر  به دا  توکي په هيواد کې  تعویض کړي ، ځکه پاکستان افغانستان  ته ډيری کرنیز او مالداري محصولات صادروي . دا په داسې حال کې ده چې د هيواد د ټول مساحت 12 سلنه ځمکه د کرنې وړ ده او کولی شي چې 250 میلونو وګړو ته خوراکي توکي برابر کړي له بلې خوا د پاکستان د کورني ناخالص عاید 24 سلنه کرنیز محصولات جوړ وي ، ډیر صادرات يې کرنیز توکي دي له  همدې لارې بهرني اسعار لاسته راوړي ،د دې هيواد د کارګري قوي نیمه په کرنه کې بوخته ده که چیرته دا صادرات بند شي نو دا هيواد چې وار دمخه له ګڼو  اقتصادي ستونزو( مالي بحران،د نفوسو چټکه وده، سیاسي بې ثباتي، دولتي پور لوړیدل ، په بهرینو بازارنو کې پاکستاني توکو ته د تقاضا کمښت، د انرژی ستونزه، د پانګې فرار، د پيسو د پړسوب فشار ، بیکاري، سوداګریز بیلانس 19963 ملیارده ډالره کسر ، په ځینو برخو کې نا امني، د ګاونډیو سیالۍ ) سره مخ دی   او نور نشي کولی د اقتصادي ستونزو  بار پورته کړي  له دې بندير سره به يې ستونز لا زیاتې شي . پاکستان افغانستان ته په ټولیز ډول د خپلو ټولو صادراتو  8.5  سلنه  صادروي چې دا رقم زموږ لپاره ډير کم دی او کولی شو چې په اسانۍ سره يې تعویض کړو .
   په همدې ډول د مالدارۍ په برخه کې هم افغانستان ښه امکانات لري او کولی شي په اسانۍ سره د حیواناتو پالنه وکړي په هيواد کې باید د  کروند ګرو، مالدرانو او صنعت کارانو لپاره پوره امکانات برابر شي  تر څو دوی وکولی شي په ښه معیار توکي توليد کړي او د بهرنیو توکو ښه تعویض تر سره کړي له بلې خوا افغان ولس باید په هيڅ ډول بهرني توکي ونه پیري يوازې او يوازې باید له کورنیو تولیداتو ګټه واخلي .
د افغان حکومت له دې بنديز سره سم  امکان لري چې پاکستان هم خپلې لارې  د افغان سوداګرو  پرمخ وتړي . خو د پخوا په پرتله دا ځل موږ د خپلو توکو د صادرولو او واردولو لپاره يو شمیر نورې لارې(بندر عباس، چاه بهار، حیراتان،شیرخان) هم  لرو. افغان سوداګر کولی شي خپل توکي له دې لارو نړۍ ته صادر یا وارد کړي  د پاکستان د لارو بنديدا به پر موږ ډیر فشار وارد نه کړي  . دا ټول خو هغه څه ول چې د پاکستان په وړاندې يې اوسمهال دلنډ وخت لپاره کارولی شو . په راتلوونکي چې پاکستان تر ې ویره لري او دا هيواد شاید يو اړخ ته  هم کړي هغه د افغانستان لپاره په سیمه کې  د نويو فرصتونو ایجاد دی  چې په دې کې ډيرې مهمې پروژې لکه د ټاپي پروژه  چې په دې پروژه کې ترکمنستان، افغانستان،پاکستان او هندوستان شامل دي  په کې به ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته اوبلن ګاز د يو لوی پايپ لین په وسیله صادروي چې پاکستان هڅه کوي  دا کار د ایران له لارې تر سره کړي  .  په همدې ډول د افغانستان له لارې د پاکستان سوداګري له منځنۍ اسیا سره .  د دې تر څنګ په هيواد کې د اوبو د سرچینو کنټرول به هم پاکستان له لوی ناورین سره مخ کړي  . او په سیمه یزې سیالۍ هم پاکستان پر دې مجبوروي تر څو په هيواد کې  پانګونه وکړي تاسو اوسمهال ګورئ چې د بامیانو د حاجيګک د اوسپنۍ کان قرار داد هندوستان هيواد له يوې کمپنۍ سره دی .چې دا حالت د پاکستان لپاره د زغملو وړنه دی .  له دې سره سره د وريښمو دلارې بیا جوړیدا او  یو شمیر سیمه یزو اقتصادي او سیاسي تړوونو لکه سارک سازمان،سافټا تړون (د سافټا تړون په یوځای کېدو سره سترو مارکېټو ته لاسرسی تامینیږي، سیمه یزه اقتصادي همکاري زیاتیږي او افغان سوداګرو ته مهم فرصتونه برابریږي. دا تړون د سهېلي اسیا اتو غړو هېوادو ترمنځ لکه هند، نیپال، سرېلانکا، پاکستان، بوتان، مالدیف، بنګلادېش او افغانستان سوداګریزې اړیکي تامینوي). په عملي کیدو سره به پاکستان په اقتصادي لحاظ موږ ته ډير اړ شي  نو ځکه دا هيواد تل د هيواد د اقتصادي بنسټونو د رغولو مخنیوی کوي او نه پريږدي په هيواد کې ټيکاو رامنځته شي  . خو دا ټول په هغه صورت کې امکان لري چې افغان حکومت ورته اوږد مهاله پلان جوړ کړي او د سیمې په  اقتصادي بدلون کې ښه رول تر سره کړي . کنه دا به هم د يو خیال په څیر تیر شي .

 

Copyright @ 2013 مارکیټ Market.