Thursday 19 October 2017

نړۍ تر ټولو شتمنه ښځه مړه شوه

لیلیان بتانکور د لوریال سینګار توکو تولیدوونکي شرکت مېرمن(څېښتنه) پر ۹۴ کلنۍ مړه شوه.
هغې له ۴۰ میلیارد ډالرو ډېره شتمني درلوده او د نړۍ تر ټولو لویه شتمنه ښځه وه.
د بتانکور کورنۍ د پنجشنبې په ورځ د یوه بیان په خپرولو سره د هغې مرګ ومانه او زیاته یې کړه چې مېرمن بتانکور تېره شپه له دې نړۍ سترګې پټې کړی

هغه پر ۲۰۱۲ کال د لوریال شرکت مشري پرېښوده او له هغه وروسته ډېره کمه له خلکو سره مخ کېدله.
د دې ګوښه توب لامل یې هم دمانس یا د هېرې ناروغي بلل کېده.
په ورته مهال د لیلیان بتانکور نوم په مختلفو محکمو کې د دوسیو له امله چې هغه یې "د مالي ګټه اخیستنې قرباني" بلله تل په خبرونو کې اورېدل کېده.
یوه لویه دوسیه هم پر ۲۰۰۷ کال رسنیزه شوه چې لور یې محکمې ته شکایت وکړ او ویې ویل د مور د ناروغۍ له امله یې د دې شاوخوا کسانو ترې ناوړه کار اخیستی او مالي ګټه یې ترې کړې ده.
فرانسواز بتانکور مي یرز چې ډېر وخت یې له مور سره اړیکي هم نه درلودل په دغه دوسیه کې له قاضي وغوښتل چې مور یې د رواني ثبات نه لرونکې وبولي او له لویو پرېکړو یې ازاده وبولي.
د دې دوسیو یوه بله بېلګه په ۲۰۰۸ کال کې خبر جوړوونکې شوه.
د هغې لور چې یواځنۍ وارثه یې هم وه له داسې عکاس محکمې ته شکایت وکړ چې مور یې هغه ته د پیکاسو تابلو او یو ټاپو ډالۍ کړی و. داسې ډالۍ چې ارزښت یې سلګونه میلیونه ډالره و.
فرانسواز وورسته ویلي وو، د کور خدمتګارې خبره کړې وه چې مېرمن بتانکور غواړي دا عکاس په زویولۍ ومني.
که څه هم دا مور او لور پر ۲۰۱۰ کال پخلا او بیا خپلو کې نږدې شوې، خو د مالي ګټه اخیستنې، یا مالي تېښتې او سیاسي سیالانو ته د پیسو ور کولو د دوسیو له امله لا هم د فرانسې او نړۍ په رسنیو کې خبر جوړوونکې وه.
په یوه بله دوسیه کې د مېرمن بتانکور د بانکي حساب سره سروکار درلودونکی پاتریک دماستر تورن شو چې د هغې له حساب یې د فرانسې د هغه وخت ولسمشر نیکلاس سارکوزي سیاسي هڅو سره مالي مرسته کړې ده.
سارکوزي دا هرڅه رد کړل، وروسته څېړنې وشوې او څارنوال پر ۲۰۱۳ کال نیکلاس سارکوزی سپین وباله.
خو محکمې پر ۲۰۱۵ کال په دې برخه کې د عکاس بنیر په ګډون اته کسان محکوم کړل او ترې ویې غوښتل چې د بتانکور کورنۍ ته په میلیونونو ډالر ور کړي.

اوس د مېرمن بتانکور ټوله شتمني یوې امینې موسسې ته سپارل سوې چې واک یې د هغې د لور فرانسواز په لاس کې ده.

د مېرمن بتانکور یو لمسی ژان ویکتور مي یرز اوس د لوریال شرکت د مشرتابه پلاوي مرستیال اجرايي مشر دی.

د مېرمن بتانکور پلار یوجین شولر پر ۱۹۰۹ کال د وېښتانو رنګ شرکت جوړ کړ چې بالاخره د نړۍ د سینګار توکو پر تر ټولو لوی تولیدوونکي شرکت لوریال بدل شو.

او د ده لور یې بتانکور د نړۍ په تر ټولو شتمنه ښځه بدله کړه.

Unknown

زما نوم بهرین ساپی دی دکونړ ولایت اوسیدونکی یم په ۱۳۹۱ هـ ش کال کی د پشد لیسی څخه فارغ شوی او هغی وروسته می لوړی ذده کړی د تنویر پوهنتون اقتصاد پوهنځی کی شروع کړی او ۱۳۹۵ هـ ش کی د اداری او تجارت څانګی څخه فارغ شو

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 مارکیټ Market.