Tuesday 3 October 2017

اسلام او اقتصاد


په اوسنۍ نړۍ کي تجارت او صنعت ( تولید ) پراخوالي ، نوښتونو او په دې اړه نوي موضوعاتو نړۍ او پوهان دي ته اړ ایستل چي د اقتصاد په اړه فکر وکړي نوي طرحي او نظریات د اقتصاد د پرمختګ او اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره رامنځ ته کړي . 
په ډیر خوشحالي سره او هم د الله جل جلاله د ستایني ځای دی چي په ملت او خاص ډول مسلمان علماو کي هم دغه احساس او درک پيدا شوی دی چي د نورو اقتصادي نظامونو له خرابۍ څخه ځان وساتي او د اسلام په رڼا کي خپل اقتصادي چاري پرمخ بوځي او دغه فکر  په انفرادي او ټولنیز ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کي د خپریدو په حال کي دی . 
هر با احساسه مسلمان تاجر په دې فکر کي دی چي خپل تجارتي او مالي کاروبار د اسلام په رڼا کي سرته ورسوي او همدارنګه په ټولنیز ډول هم په مختلفو اسلامي ملکونو کي کوښښ کیږي چي اقتصادي نظام د اسلام په دایره کي احتواء کړي .
ددي کار د سرته رسولو لپاره د دین د عالمانو رهنماي د قران کریم ، سنت ، او اسلامي فقه په رڼا کي مهمه ده مګر په ننني عصر کي د اسلام دښمنانو په مختلفو شکلونو د دین د علماو او محصلینو ترمنځ دومره  فاصله رامنځ ته کړې ده چي دغه دوې طبقي په اساني سره حتی یو د بل خبرو ته لا هم غوږ نه ایږدي. 
خو زما له انده د اقتصاد پوهنځۍ محصلین او دیني عالمان په ګډه همکاري سره کولاشي چي د اقتصاد په نړۍ کي یو ستر تحول رامنځ ته کړي چي په دې سره به د مسلمانانو اوسني اقتصادي مشکلات په اساني سره حل شي . 
دلته غواړم چي لومړی اقتصادي نظام در وپیژنم او بیا به پر اسلامي اقتصاد باندي بحث وکړو .
لومړي اقتصادي نظام ځیني اصلي بنسټونه لري چي د هغه اساساتو له تشریح څخه بغير د اقتصادي نظام پیژندنه مشکل کار دی. 
۱ – د اولیتوب انتخابت :- د انسان غوښتني او اړتياوي نامحدود او امکانات يي محدود دي نو انسانان باید لومړي هغه اړتیاوي په شته امکاناتو سره تر سره کړي کوم چي تر نورو ډیر مهمي دي د مثال په ډول یو نفر ۶۰۰ افغاني لري او دي غواړي چه په یو ښه رسټورانټ کي ډوډي وخوري ، کالي رانسي او هم یو ګوني اړو ته ضرورت لري چي د کور اړتیاوي يي په پوره کړي وي نو اوس دی باید هغه شي انتخاب کړي چي تر نورو ورته مهم دی دغه ته د اولیتوب انتخاب ویل کیږي.
۲ – د امکاناتو ځانګیړ کول : - تولید څو مهم عوامل  لري لکه سرمایه ، کارګر او ځمکه که دا نه وي نو د اجناسو تولید امکان نلري دا چي امکانات څه ډول و کارول شي تر څو بهتر تولید ولرو دغه موضوع د اقتصاد په علم پوري  تړاو لري . 
۳ – د عاید ویشل : - د اقتصادي نظام دریم او مهم اساس د تولید څخه د لاس ته راغلي محصول ویشل دي د مثال په ډول که دغه موضوع د یو شرکت په محور کي تر بحث لاندي ونیسو ، کله چي شرکت عاید په لاس راوړي باید په فکټورنو يي وویشي یعني د ځمکي مالک ته کرایه ، کاریګر ته مزدوري ورکړي . دا موضوع په ټولنيز ډول هم عملي کیږي کله چي دولت عاید لاس ته راوړي باید بیرته يي په عامه خدماتو باندي ولګوي . 
دا چي دغه عاید په کومو اصولو او قانون سره په ټولنه کي تقسیم شي تر څو د جامع ټولو افراد او په خاص ډول غریبانو ته یي فایده ورسیږي یو اقتصادي پلان ته اړتیا شته . 
۴ – پرمختګ :- یعني څه ډول کولاي شو خپل اقتصاد ته پیشرفت ورکړو او خپل حاصلات د کیفیت له لحاظه ښه او بهتره کړو تر څو یو داسي ټولنه ولرو چي د اقتصادي نظره یو پر مختللي ټولنه وي . 
په هر اقتصادي نظام کي د دغه څلورو اساساتو حل اړین دی دلته نه غواړم چي دغه څلور اساسي بنسټونه په نورو اقتصادي نظامونو لکه سرمایه داري ، اشتراکي نظام او یا هم مرکب اقتصاد کي توضیح کړم بلکه یوازي غواړم دغه څلور اساسي بنسټونه چي د یو اقتصادي نظام لپاره اړین دي د اسلام مبارک دین له نظره توضیح کړم .
لومړي باید دا روښانه کړو چي اسلام یو اقتصادي نظام نه بلکي یو الهي دین دي چي احکام يي د ژوند په ټولو برخو پوري تړاو لري او اقتصاد یي هم یوه برخه ده ، اسلام د ننني عصر اقتصادي اصطلاحات نه تشریح کوي ، بلکه د قران ، سنت او اسلامي فقهي په رڼا کي کولاي شو چي د اسلام نظر د دغه څلورو اساسي بنسټونو ( د اولیتوب انتخابت ، د امکاناتو ځانګيړ کول ، د عاید ویشل ، پرمختګ ) په اړه ولرو .
اسلامي اقتصاد د اشتراکي نظام پر خلاف د ازاد بازار پلوي کوي مګر نه هغه ازاد بازار چي د سرمایه داري نظام يي تشریح کوي ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په دي اړه داسي فرمايي :-

( دعوا الناس یرزق الله بعضهم عن بعض )

ژباړه : خلګ آزاد پریږدئ تر څو خدای جل جلاله ځیني د هغو ته د ځیني نورو په واسطه روزي ورکړي.
مګر اسلام ځني قیودات لکه الهي موانع ، حکومتي موانع او اخلاقي موانع تشریح کوي . 
الهي موانع : لکه سود، قمار، احتکار او داسي نور يې منعه کړي دي او په دې اړه یې انساني عقل ته د هغه په منع او اجازه ورکولو کي کوم صلاحیت نه دی ورکړی ځکه چي انساني عقل کله ناکله د ښه او بد ترمنځ توپیر نسي کولای.
که چیري اوسني اقتصادي نظامونو ته هم وګورو وینو چي سود، احتکار او داسي نورو موضوعاتو اقتصادي بحرانونه رامنځ ته کړي دي.
حکومتي موانع: که چیري د یوه کار سرته رسول په اصل کي جایز وي خو په ټولنه کي اقتصادي مشکلات رامنځ ته کوي هغه منع کولای سی.
اخلاقي موانع: لکه مخکي چي مو وویل اسلام یو الهي دین دی نه یو اقتصادي نظام، نو اسلام د ډیرو پیسو لاس ته راوړل د انسان کامیابي نه بولي بلکي اصلي کامیابي په ابدي ژوند کي د جنت لاس ته راوړل دي یعني اسلام تر مادیاتو و معنویاتو ته ترجیح ورکوي.

ماخذ: اسلامي تمدن

Unknown

زما نوم بهرین ساپی دی دکونړ ولایت اوسیدونکی یم په ۱۳۹۱ هـ ش کال کی د پشد لیسی څخه فارغ شوی او هغی وروسته می لوړی ذده کړی د تنویر پوهنتون اقتصاد پوهنځی کی شروع کړی او ۱۳۹۵ هـ ش کی د اداری او تجارت څانګی څخه فارغ شو

0 comments:

Post a Comment

 

Copyright @ 2013 مارکیټ Market.